ټرامپ: ډېر ژر به د «کیم» سره د لیدنې وخت او ځای مالوم شي

د امریکا ولسمشر د هوایي ازمایښتي پروازونو او خدماتو د هوایي شرکت ساوث د مراسمو په نمانځلو کې د یوه خبریال په ځواب کې وویل چې احتمالا بهً په څو راتلونکو ورځو کې د شمالي کوریا د رهبر سره د لیدنې نيټه او وخت مالوم شي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې ،د امریکا جمهور رییس ډونالډ ټرمپ د شمالي کوریا د رهبر سره د لیدنې په اړه د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل چې زه فکر کوم د جنوبې کوریا جمهور ریس” مون جائه په ښه انداز سره وویل چې مونږ سوله غواړو.
ټرمپ د خپلو خبرو په دوام کې زیاته کړه د شمالي کوریا موضوع لویه ستونزه وه او زه فکر کوم چې حالات به په ښه ډول تیریږي. مګر اوس د ناستې ته پروګرام جوړولو په حال کې یاستو او فکر کوم احتمال لري په څو راتلونکو ورځو کې د لیدنې نیټه او ځای مالوم شي.

ټرمپ دا خبرې په هغه مراسمو کې څرګندې کړې دي چې په سپینه ماڼۍ کې د ازمایښتي خدماتو او د ساوث وست د څو مسافر وړونکو هوایي شرکتونو د تقدیرولو لپاره په فیلاد لفیا فرود کې د الوتکې په ماشین کې د چاودنې پر علت په بیړني ډول جوړه شوي وه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *