د پارلمان او ولایتي شورا وکیلان د بریښنا د پیسو د پوروړو په ډله کې
د بريښنا شرکت په تازه خپرو شویو اسنادو کې د کابل، ننګرهار او بلخ ولایتونو یو شمېر استازي د بريښنا د پیسو د پوروړیو په لیست کې شامل دي.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د بریښنا شرکت نن د (غبرګولي ۹)ددې شرکت د لويو پروړو دریم لیست خپور کړ چې له مخې یې د ولسي جرګې دغه څلور پخواني او برحاله استازي او د ننګرهار او نیمروز د ولایتي شورا دوه غړي په لیست کې شتون لري.
د دې لیست پر بنیاد، د پنجشیر پخوانی ښاروال ،اسدالله ولد میر افغان ۵۱۵۹۳۰ افغانۍ،د کابل د خلکو استازی محمد نور اوریاخیل ۲۴۱۶۷۲۷ افغانۍ،د نیمروز د ولایتي شورا غړی حاجي یونس عرب،د ننګرهار د ولایتي شورا غړی،اسرار الله مراد ۱۸۶۸۰۲ افغانۍ،د ننګرهار د خلکو استازی ابرار الله مراد ۵۹۲۱۴۲ افغانۍ،د یوه سیایسي ګوند رئیس ،فضل الدین ۳۲۸۷۷۷ افغانۍ ، د بلخ د خلکو استازی،فضل احمد ۳۶۷۲۵۲۹ افغانۍ او د بلخ ولایت بل استازی غلام عباس اخلاقي ۷۳۱۴۹۴ افغانۍ د بریښنا شرکت پوروړي دي.
د بریښنا شرکت ویلي دي چې پوروړو ددې لیست د خپرولو څخه د شرکت موخه د هېواد پر شخصیتونو تعرض نه دی ،یوازی هغه نومونه د پوروړي مشتري د زیاتې پیژندنې لپاره ربط ورکړل شوی وي.
دا په داسې حال کې ده چې د بریښنا شرکت دوه نور لیستونه چې لوړ رتبه دولتي او حکومتي چارواکي پکې شامل ول خپاره کړي دي چې ډېرې پیسې ددې شرکت پوروړي وو.
